حقوق پوهان: جګړه کې د اسیر شویو کسانو وژل جنګي جنايت دی

حقوق پوهان په جګړه کې د اسیر شویو کسانو وژل جنګي جنایت او د بشري حقونو نقض ګڼي.

د جنګي اسیرانو د وژلو موضوع هغه وخت راپورته شوه، چې څو ورځې وړاندې طالبانو په ارزګان ولایت کې ۲۸ نیول شوي پوليس شهيدان کړل.

د ارزګان ولايتي چارواکي وايي، چې دغه کسان د جګړې پر مهال طالبانو ته تسليم شوي ول، چې طالبانو یې تر وژلو وروسته جسدونه د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته حکومت ته وسپارل.

همدا راز تېره اونۍ لغمان کې او څه موده مخکې د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې هم یو شمېر امنیتي ځواکونه، چې د وسله والو طالبانو له لورې نیول شوي وو، وروسته شهیدان کړی شوي  دي.

حقوق پوهان وايي، په جګړه کې د اسیر شویو کسانو وژل د جنیوا نړیوال کنوانسیون خلاف عمل دی.

د دوی په وینا د جنیوا نړیوال کنوانسیون په درېیمه ماده کې راغلي، هغه ځواکونه چې خپله وسله په ځمکه ږدي، یا هم د ټپ او نورو لاملونو له کبله جګړه نه‌شي کولای، باید په هر حال کې بې له کوم نژادي، ژبني، مذهبي، عقیدوي او جنسي توپیر څخه ورسره انساني سلوک وشي او هر ډول شکنجه‌یې منعه ده.

دیني عالمان هم د اسیرانو سره بد چلند د ټولو اسلامي اصولو او نبوي ارشاداتو خلاف عمل ګڼي.

د بشر حقونو ملاتړي بنسټونه هم په جګړه کې د اسیر شویو کسانو وژل جنګي جنایت بولي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان چارواکي مني، چې د افغانستان په جګړه کې ښکیلې غاړي، جنګي جنایتونه کوي.

د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، په جګړه کې هغه لوری، چې د مقاومت څخه ستړی وي؛ جنګي قوانین تر پښو لاندي کوي او اسیران وژني.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم وخت په وخت په افغانستان کې د جګړې پر مهال د بشري حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې له ښکیلو خواو څخه غوښتنه کړي، چې جنګي اصولو ته دې پام وکړي

  • 07 تله 1399